د پلټنې عالي ادارې ګومارل شوي پلاوي، د احصایي او معلوماتو ملي اداره کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې ددې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب او نورو غړو ګډون درلود ، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له رییس ښاغلي ډاکټر فقیر محمد زیار او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان په ۸ نېټه د پلټنې پایغونډه جوړه کړه. غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب د پلټنې په بهیر کې د یاد بنسټ د مسوولینو له لوري د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او زیاته یې کړه: پلټنه ادارې پوهوي څو خپل مسوولیتونه په ښه ډول ترسره کړي، ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب په هېواد کې د عامه شتمنیو د ساتلو په برخه کې د پلټنې عالي ادارې په ونډې معلومات وړاندې کړل. په پای کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مسوولینو سره د پلټنې د راپور مسودې د پلي کېدا په اړه هم خبرې اترې وکړې.