د پلټنې ټیم په پنجشیر ولایت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پنجشیر ولایت لپاره د پلټنې عالي ادارې د پلټنې ټیم، چې مشري یې ښاغلي مولوي محمد نصیر کوله او پلټونکو هم ورسره ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق د محرم الحرم په ۲۸ د پنجشیر ولایت له والي ښاغلي مولوي محمداغا حکیمي، امنیه قومندان ښاغلي معاون عبیده، د عامې روغتیا رییس ښاغلي اسدالله نجات، دښارجوړونې رییس ښاغلي محمدفهیم نورزاد او نورو کارکونکو سره ولیدل.
ښاغلي مولوي محمد نصیر د پلټنې په څرنګوالي، صلاحیتونو، مسوولیتونو او د پلټنې لاندې بنسټ په مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې له دوی سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د پنجشیر والي ښاغلي مولوي محمداغا حکیمي د پلټنې ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې بهیر کې یې، د معلوماتو او اسنادو پر وخت وړاندې کولو او همکارۍ ژمنه وکړه.