د پلټنې په عالي اداره کې د الکترونکي پیژندپاڼې د اخیستلو لپاره د بایومتریک بهیر پیل شو

sao-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۵:۵۳
sao
نن سه شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په پنځلسمه نیټه د الکترونیکي پیژند پاڼې د ترلاسه کولو په موخه د پلټنې عالي ادارې د کارکونکو د بایومتریک پروسه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سیار ټیم له لوري پدې اداره کې پرانیستل شوه.
د الکترونیکی پېژند پاڼې د بایومټریک پروسې په پرانیسته کې ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد؛ د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال او محمد ریاض منګل؛ دبشري سرچینو ریاست سرپرست حضور درلود،
ښاغلي شیرزاد د احصايې او معلوماتو ملي ادارې سیار ټیم ته د هرکلي ویلو تر څنګ وویل: داقتصاد له پلوه تر هغه پورې چې موږ په دقیقه توګه احصائيه ونلرو اقتصادي دقیق پلانونه نشو طرح کولي؛ په یو هیواد کې ټول وروستني مراحل دقیقې احصایې پورې اړوند دي.
دپلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال څرګنده کړه چې د الکترونیکي پېژندپاڼې لرل ډېر اهمیت لري او په ټاکنو او نورو ملي پروسو کې د روڼوالي د رامنځته کېدو لامل کیږی.
ښاغلي شیرزاد همدا رنګه هیله څرګنده کړه چې دا پروسه به په سمه توګه پرمخ ولاړه شي او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې کارکونکو سره یې ژمنه وکړه چې د پلټنې عالي اداره به پدې لاره کې تاسو سره همکاري وکړي او ستاسو ستونزې به په ټاکلي وخت کې حل کړي.
دیادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست محترم مقام د مصوبې پر بنسټ د دولتي ادارو ټول کارکونکي باید الکترونیکی پېژند پاڼې تر لاسه کړي. نو له همدې کبله د پلټنې عالي ادارې، خپلو ټولو کارکونکو ته هدایت ورکړی تر څو د الکترونیکي تذکرو فورمې ډکې او طی مراحل کړي.
په آخر کې، عبدالباسط آخوندخیل؛ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سیار ټیم مسؤول د پلټنې عالي مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دغه بهیر به له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې بشپړ کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS