د پلټنې په پروسه کې د ښاریانو ګډون

sao-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۸:۴۳
sao
په پروسو او ملي برنامو کې د ښاریانو ګډون یو له هغو بنسټیزو ستنو څخه ده چې د ښاریانو او عامه ادارو ترمنځ د عمومي اعتماد د راوستلو لامل کیږي.
د پلټنې عالي ادارې د مشارکتي ګډو پلټنو په بهیر کې د مدني ټولنو، رسنیو او د ښاریانو د ګډون زمینه برابره کړې ده چې د ښاریانو دغه ګډون د پلټنې عالي ادارې له لوري یو اغیزمن نوښت ده او په طبیعي توګه د خلکو او بنسټونو ونډه پدې لاره کې مهمه او ارزښتناکه ګڼل کیږي.
دپلټنې په پروسه کې د ښاریانو د ګډون عمده موخې د مالي چارو په برخه کې د روڼتیا او ځواب ورکولو ټنګښت او ډیروالی ده، د ولس او ادارو ترمنځ داعتماد پراختیا، پیاوړتیا او د عمومي څارنې اغیزمنتیا او وده رامنځ ته کوي.
مدني بنسټونو، رسنیو او ښاریانو له خوا؛ د شکایتونو او وړاندیزونو په قالب کې د اسنادونو او مدرکونو شریکول، د پلټنې عالي ادارې سره مرسته کوي، تر څو په هغو سیمو کې چې ننګونې شتون لري، رسیدنه وشي او راپوریې د ښاریانو د پوهاوي په موخه خپور کړي، تر څو د ښاریانو پوهاوی ډیر شي او د ادارو مسئولین دې ته اړ شي ترڅو د خپلو کړنو څخه ځواب ورکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په پنځلسمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران، د پلټنې دلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان. . .

BACK TO NEWS