د ۱۳۹۸ مالي کال د قطعیه حساب راپور په اړه د پلټنې عالي ادارې مسؤلینو له خوا د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون ته پرزنتیشن وړاندې شو.

sao-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۲۰
sao
د پلټنې عالي ادارې مسؤلینو نن پنجشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په دریمه نیټه د ملي شورا ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون سره، د یوې ناستې په ترڅ کې چې پکښې ښاغلي رحمت الله سوله مل؛ د مالي پلټنې عمومي رئیس؛ سید امین امین؛ د راپورونو د شننې رئیس؛ سمیع الله سباوون؛ د کړنو د پلټنو رئیس؛ او محمد اشرف عالمي؛ د قطعیه حساب د پلټنې او پارلمان سره د اړیکو رئیس، ګډون درلود، د قطعیه حساب د پلټلو راپور کې د موندنو د لا ډېر وضاحت په اړه يې ددې کمیسیون د رئیس او غړو د غوښتنې له مخې یې پرزنتیشن وړاندې کړ.
په پیل کې ښاغلی الحاج میر افغان صافي؛ د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون رئیس د پلټنې عالي اداري مسؤلینو ته هرکلی ووایه.
ور پسې د پلټنې عالي ادارې د راپورونو دشننې ریاست رئیس سید امین امین له لوري په څرګنده توګه پرزنتیشن وړاندې شو.
چې په پرزنتیشن کې د ۱۳۹۸ مالي کال په قطعیه حساب کې ټولې موندنې د کمیسیون له رئیس او غړو سره شریکې شوې او په قطعیه حساب کې د یادو موندنو په اړه هر اړخيزې څرګندونې وشوې چې د ښاغلو وکیل صاحبانو د قناعت وړ وګرځېدې.
sao
دغونډې په پای کې، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون رئیس او غړو یې، د پلټنې عالي ادارې د قطعیه حساب د پلټلو د مسؤلینو هڅې او زیارونه وستایل او مننه یې ترې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS