صفی الله بری دپلټنې عالي ادارې د عوایدو د پلټنې ریاست د سرپرست رئیس په توګه په دنده وګمارل شو

sao-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۴ - ۱۰:۰
sao

ښاغلی محمد نعیم حقمل،  دپلټنې عالي ادارې رئیس نن دوشنبه  د ۱۳۹۹لمریز کال د وري په ۴ نیټه دیوې غونډې په تر څ کې چې دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال فضل هادی فضل او ددې ادارې مالي او اداري مرستیال مجیب الرحمن شیرزاد ، رئیسانو، آمرینو او د ادارې ځینوکارکونکو هم ګډون درلود، ښاغلی صفی الله بری یې د عوایدو د پلټنې ریاست دسرپرست په توګه ددغې ادارې کارکونکو ته وروپیژنده.

په پیل کې محمد نعیم حقمل، د پلټنې عالي ادارې رئیس ښاغلي بري ته یې دښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل : بری صاحب په دولتي اونورو ادارو کې شل کلنه کاري تجربه لري، او په ځانګړې توګه دپلټنې په برخه کې اته کلنه تجربه لري ، دماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي، هیله مندیم چې زموږ لپاره ښه همکاراووسي لکه څنګه چې د دولت او ددې ادارې مهمه برخه عواید دې او دولت هم زیار باسي تر څو خپل عواید لوړ کړي او ددولت لګښتونه له داخلي عوایدو څخه تمویل کړي، له بل پلوه د عوایدو د راټولیدو په برخه کې دفساد خطر هم شتون لري نو له بري صاحب څخه غواړم چې د عوایدوپه برخه کې لومړی د عوایدو سرچینې او د خطر برخې په نښه کړي او ورسته بیا په عملي توګه د عوایدو دپلټنې په برخه کې کار پیل کړي. همدارنګه دپلټنې عالي ادارې رئیس ښاغلي بري سره یې  په کاري برخه کې دهرډول همکارۍ ژمنه وکړه او دژوند په چارو کې ورته دبریا هیله وکړه.

پدې لړ کې صفی الله بری دعوایدودپلټنې ریاست رئیس وویل : د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه له اعتماد څخه مننه کوم چې دا لوی مسولیت یې موږ ته را په غاړه کړاو دا مسولیت به زه په پوره ایماندارۍ  او رښتینوالۍ سره سرته ورسوم.

 ښاغلي بري زیاته کړه: دوه عمده دلیلونه لري چې زه دلته دخدمت کولو لپاره راغلی یم ، لومړی دا چې داهمیت او دقانون په لحاظ نظر نورو ادارو څخه دلته دښه خدمت کولو زمینه برابره ده .او دوهم دا چې پدې اداره کې یو کاري ژمن ټیم ده چې په پوره ایماندارۍ او رښتنوالۍ سره په ګډه دوطن دښې راتلونکې لپاره کار کوي نو په داسې ماحول کې کار کول ښې پایلې لري، او غواړم چې له دې ټیم سره یو ځای کار وکړم او له ټولو همکارانو یې وغوښتل تر څوله ده سره په کاري برخه کې همکاري وکړي، او هیله یې څرګنده کړه چې وکولی شو په لنډ وخت کې  دپلټنې عالي ادارې  موخو ته  ورنژدې شو.

ورپسې دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال فضل هادي فضل ښاغلي بری ته یې په دې پست کې د ګمارنې مبارکې وویله او څرګنده یې کړه: د عوایدو ریاست زموږ دریاستونو له کلیدي برخو څخه ده چې انشا الله ستاسو په راتلو سره به پدې ریاست کې کومې نیمکړتیاوې چې شتون لري هغه لرې شي او موږ له تاسو سره همکاریو او ټول به یو ځای د یو ټیم په څیر کارکو او په کاري برخه کې ورته دبریالیتوب هیله وکړه.

دغونډې په ورستیو شیبو کې عبدالطیف پارسا  دپلټنې عالي ادارې دبشري سرچینود استخدام مدیر، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهوررئیس‌ حکم دښاغلي  صفی الله بري دګمارنې په اړه قرائت کړ.

 نوموړی دغونډې په پای کې دپلټنې عالي ادارې دمشرتابه پلاوي له لوري تر کاري دفتره پورې بدرګه شو او په کاري چوکۍ یې تکیه ووهله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS