عدلیې وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ددې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۶ د عدلیې وزارت له وزیر ښاغلي شیخ عبدالحکیم او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د اداري فساد په مخینوي او د دولتي کارکونکو د غلطیو سمښت کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې او د یاد وزارت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پای کې د عدلیې وزیر ښاغلي شیخ عبدالحکیم شرعي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ پلټنه په ادارو کې ډیره مهمه وبلله او د پلټنې عالي ادارې د پلټنې له ټیم سره یې په دې وزارت کې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.