د پلټنې عالي ادارې ټیم د کندهار له والي سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې ټیم، چې د کندهار ولایتي ادارو د پلټنې لپاره یاد ولایت ته تللی نن د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۲۸ یې د کندهار له والي ښاغلي الحاج ملامحمد شیرین اخند او ولایتي مسوولینو سره ولیدل، د پلټنې ټیم د خپل تګ په اړه وویل: دوی به په یاد ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اُردو، د ارشاد حج او اوقاف ریاست، ترانسپورټ ریاست او د اوبو رسولو او فاضلابو چارو ریاست پلټنه او څېړنه د دریو میاشتو په په اوږدو کې وکړي او راپور به یې له مشرتابه او مسوولینو سره شریک کړي.
کندهار والي له یاد ټیم څخه مننه وکړه، چي د یوې مهمې موخې لپاره یې کندهار ته سفر وکړ او ویې ویل:دا کار په ادارو کي د فساد له منځه وړلو، اصلاحاتو راوستلو او دغه راز د نظام د ساتلو په برخه کي ترټولو مهمه تګلاره ده. نوموړي یاد پلاوي ته د بشپړې همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.