د پلټنې عالي ادارې د اعتراضونو د حل کومېټې ناسته ترسره کړه
د پلټنې عالي ادارې د اعتراضونو د حل کمېټې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، د مالي چارو او تقنیني اسنادو د پلټنې مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني، د ادارې ارشد مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، رییسانو او یو شمېر پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفر المضفر په ۶ ددې ادارې د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.
د ناستې پیل کې اجنډا کې شته ټکي د راپورونو د تحلیل رییس ښاغلي خلیل الله حکیمي له لوري وړاندې شو، له بحث او د نظرونو له شریکولو وروسته د ا.ا.ا د شته وو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې اړینې پریکړې وشوې.