د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ګمرک ریاست کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې ددې ادارې د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجازالحق عزیزي او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر په ۵ نېټه د کابل ګمرک له رییس ښاغلي مولوي محمد داوود ایوبي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
پیل کې ښاغلي اعجازالحق عزیزي د کابل ګمرک ریاست له مسوولینو د پلټنې بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او د پلټنې د موندنو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل د راپور د مسودې یوه کاپي یې د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه کړه.
پای کې د کابل ګمرک مسوولینو د پلټنې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې عالي ادارې د کړنو ستاینه یې وکړه، د کابل ګمرک ریاست مسوولینو د پلټنې د موندنو د پلي کېدا په اړه پلاوي ته ډاډ ورکړ.