د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په دوهمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، د پلټنې ډلې غړو او امر ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۱ نېټه، د کابل ښاروالۍ د دوهمې ناحیې مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرحیم محمدي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، له عامه شتمنیو د ساتنې په پار د پلټنې د ترسره کولو په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې، او د یادې ناحیې له مسوولینو یې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې ښاغلي مولوي عبدالرحیم محمدي د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.