دخلکو لپاره دپلټنې راپور
پلټنه په حقیقت کې د سیسټمونو د پیاوړي کولو، لوړولو او له سرچینو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې څخه دمخنوي ، د سرچینو ارزونه ، د اغیزمنو مدیریتونو هڅونې څه عبارت دی . پلټنه له اغیزمنتیا او ګټورتیا څخه د ډاډ تر لاسه کولو او د ملت پروړاندې د دولت د ځواب ویلو یو بنسټیز عنصر دی. همدارنګه په پلټنې سره کولی شو ډاډ تر لاسه کړو، چې د دولت ټول عواید راټول شوي، حساب شوي او په سمه توګه ترې ګټه اخیستل شوې ده.
دپلټنې ارزښت او اهمیت ته په کتو سره د پلټنې عالي اداره د عامه ادارو کړنې تر پلټنو لاندې نیسي او راپوریې چمتو کوي او د ښاریانو د پوهاوي په موخه یې خپروي.
په دولتي ادارو کې د (NTA) قراردادي کارکوونکو د معاشونو د میزان د تطبیق او اغیزمنتیا دکړنلارې دکړنو پلټنې راپور ترتیب او د ادارې د نشراتي سرچینې له لارې خپور شوی دی، چې د لاندې لینک له لارې د لاسرسۍ وړ ده .