دپلټنې په عالي اداره کې یوځل بیا زده کړیئزه برنامه پیل شوه
د زده کړئیزو برنامو په لړ کې نن یکشنبه د۱۳۹۸لمریزکال دوږې په ۱۷ یوه بله زده کړیئزه برنامه دبریالیتوب کور انستیتوت (TOFEL House ) ښوونکو اود ادارې دکارکونکو په شتون کې دادارې په مطبوعاتي تالار کې دپلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال مجیب الرحمن شیرزاد له خوا پرانستل شوه.
نوموړي په پیل کې وویل: دپلټونکو دمسلکي وړتیا لوړول ددې ادارې پالیسي او له لومړیتوبونو څخه ده ،چې دڅپو په څیراو په بیړه سره په حرکت کې ده. هغه زیاته کړه: دانګلسي ژبې زده کړه چې ددې ادارې کارکونکو لپاره په پام کې نیول شوې ، دهغې آزموینې پر بنسټ چې مخکې دامریکایی پوهنتون کې اخیستل شوې وه ،په لاره اچول شوې ده. دهغو کسانو دنمرو کچه چې لوړه وه د FI A دوړتیا دلوړوالی پروګرامونو ته معرفی شول او دهغو کسانو چې دانګلسي ژبې دزده کړې کچه یې نیمګړې اویا متوسط وه دانګلسي ژبې دزده کړې ۶میاشتنیو او ۹میاشتنیو پروګرامونو ته معرفی شول.
د بریالیتوب کور انستیتوت (TOFEL House ) وکولی شول دادارې دزده کړې غوښتنې بشپړې او کټونکی شي . دبریالیتوب کور انستیتوت دانګلیسی ژبې په برخه کې با تجربه استادان لري او له تیرو څخه فعالیت ترسره کوي او یو ډاډمن انستیتوت ده. چې کولی شي په سمه توګه دانګلیسی ژبې زده کړې په دې اداره کې پرمخ بوزی.
ښاغلي شیرزاد څرګنده کړه : د زده کړې ورکول او د زده کړې تر لاسه کول یوه دوه اړخیزه پروسه ده ،او په هره اونۍ کې ستاسو دسوبتیا ، په ټولګي کې ګډون، کورنۍ دندې ،ارزونې او په ټوله کې ددې پایله په اداره کې ستاسو دهریوه پرکړنو اغیزې لري. یوازې فزیکی شتون مو پر صنف کې بسنه نکوي. کوم سرتیفیکت چې ددغې زده کړیئزې برنامې په پای کې تر لاسه کوی مهم نده ،هغه څه چې موږ ته ارزښت لري ستاسو دزده کړې کچه ده ، چې هغه په عمل کې پلې کړئ تر څو خپلې دندې په سمه توګه پر مخ بوزئ.
هغه وویل: ښوونکي به ورسته له ارزونې ستاسو پایلې ادارې ته ورکړي چې ستاسو په کاري برخلیک باندې به اغیزې ولري . په پای کې دادارې مالي او اداري مرستیال د دبریالیتوب کور انستیتوت دښوونکو له همکاریوڅخه مننه وکړه .
محمد علی شمس دبریالیتوب کور انستیتوت (TOFEL House) دپروژې مدیر وویل: دا کورس چې تاسوته دانګلیسی ژبې دزدکړې لپاره پرانستل شو ډاډ ورکوم چې کومې تجربې چې موږ لرو او په سلګونو کسان چې له دغه کورس څخه فارغ شوي په اکادمیک توګه یې دغه ژبه زده کړې ده ، چې ځینې په نړیواله کچه په علمي چاپیریال کې دنده تر سره کوي او ځینې فولبرایترونه هم لرې چې له همدې انستیتوت څخه فارغ شوي دي.
ښاغلي شمس زیاته کړه : هغه ټولګي چې دلته پرانستل شول په دوه کچو سره ۶ میاشتنی او ۹میاشتنی دي اودمخکنې ارزونې پر بنسټ ترسره شوي. په پای کې د انستتیوت استازی ژمنه وکړه چې دپلټنې اصطلاحات به هم په خپل درسي پلان کې شامل کړي.