دکاپیسا ولایت د اداري اصلاحاتو آمریت په اړه د ښاریانو د شکایتونه د پلټنې راپور
د پلټنې عالي ادارې د ښاریانو او عامه ادارو تر منځ دلا ډیراعتماد اوباور د رامنځته کولولپاره یو چوکاټ جوړ کړی دی، چې مدني ټولنې، رسنۍ او ښاریان کولی شي، د پلټنې په پروسه کې له پلټونکو سره یو ځای تر پلټنو لاندې بنسټونو کې ګډون وکړي ، ترڅو له دې لارې په عامه ادارو کې د کړنو له څرنګوالي څخه اطلاع او پوهاوی تر لاسه کړي.
همدارنګه ښاریان کولی شي، خپل وړاندیزونه او شکایتونه دهغو مراجعو په اړه چې په کړنو کې نیمګړتیاوې او ستونزې لیدل کیږي، دپلټنې عالي اداره کې خپل وړاندیز او شکایت ثبت کړي ، تر څو اړونده مرجع تر پلټنو لاندې ونیول شي او راپورې د ښاریانو د پوهاوي په موخه خپور شي.
پدې برخه کې دکاپیسا ولایت خلکو یو شکایت ثبت کړی وه، چې د پلټنې عالي ادارې څخه ې غوښتنه کړې تر څو د یاد ولایت د اداري اصلاحاتو آمریت تر پلټنو لاندې ونیسي ،چې د شکایت متن په لاندې توګه تحریر موندلی .
" دپلټنې عالي ادارې څخه هیله مند یو تر څو د روان کال دپلټلو په پلان کې د کاپیسا ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت شامل او ترپلټنو لاندې ونیسي.
او د یادونې وړ ده چې څو کاله کیږي دکاپیسا ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت دپلټنې عالي ادارې له لوري تر پلټنو لاندې نیول کیږي او پدې اداره کې ډیرې ستونزې شتون لري "
شکایت دمسئوولې برخې له لوري وموندل شو او دښاریانو دګډون دتګلارې له مخې، شکایت دښاریانو دګډون چاروته درسیدنې کمیټې په واک کې ورکړل شو، د یادې کمیټې دپریکړې پر بنسټ، دکاپیسا ولایت د اداري اطلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت دپلټنې په موخه دپلټنې ټیم ته دنده وسپارل شوه او اړونده مرجع تر پلټنو لاندې ونیوشوه، چې لاندې لومړنۍ موندنې پکښې تشخیص شوې.
دپلټونکو پلاوی دمرجع دپلټلو ورسته هغه موارد ؛ لکه : دآمریت دکلني عملیاتي پلان په تطبیق کې کمزورتیا، دخالي بستونو په راټولولو کې نیمګړتیاوې ، دټولوګمارنو سندونه په سمه توګه ساتل شوي نه ول ،په تحریري او تقریري آزموینو کې په استفاده شوې منابع کې نیمګړتیاوې ، دیواحد دیتابیس نشتوالی ، په ثبتولو کې نیمګړتیاوې ، دګمارنې دپروسې په برخه کې د داخلي پلټونکو ضعف، په کافي اندازه دمسلکي کارکونکو نشتوالی او داسې نور څو موارد وه چې دپلټنې دپلاوي له لوري په نښه شول او دلرې کولو لپاره یې اړونده مرجع ته لازمې سپارښتنې ورکړل شوې.
داړونده مرجع دپلټنې بشپړ راپور ورسته له تدقیق او شننې څخه د ښاریانو دپوهاوي په موخه دپلټنې عالي ادارې په ويب پاڼه کې خپریږي.