د افغانستان د پلټنې عالي ادارې او دعربستان دعمومي محاسباتو دیوان تر منځ ناسته تر سره شوه
هغه ناسته چې د ښاغلي محمد نعیم حقمل؛ دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس اودعربستان دعمومي محاسباتودیوان رئیس ښاغلي حسام بن عبدالمحسن العنقری تر منځ د ادارې دمحترمو مرستیالانو په حضور دانځوریزې اړیکې (ویدیویې کنفرانس) له لارې نن چهار شنبه د۱۳۹۹لمریز کال د لیندۍ دمیاشتې په ۱۹نیټه، تر سره شوه ، په پیل کې ښاغلي محمد نعیم حقمل، دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس د سعودي عربستان له دولت او خلکو څخه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلکو څخه یې تل ملاتړ کړی مننه وکړه.
ورپسې دواړو خواو د سعودي عربستان د(FISP) برنامو ترسرلیک لاندې دهغومرستو په اړه چې د پرمختیا په حال کې هیوادونو دپلټنو عالي ادارو دچارو لپاره چې د کرونا ویروس د خپریدلو له امله زیانمنې شوې وې ، هر اړخیزې خبرې او څرګندونې وکړې.
دغه ناسته په داسې وخت کې دهیواد د پلټنې عالي ادارې او د سعودي عربستان دعمومي محاسباتو دیوان تر منځ تر سره کیږي چې مخکې له دې دپلټنې عالي ادارې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې د (FISP) برنامې له لارې پدې اداره کې د معلوماتي تکنالوجۍ دخدمتونو دپیاوړتیا په موخه دسعودي عربستان هیواد دبرنامو له لارې یوه طرحه وړاندې کړې وه . چې دهغې ادارې له لوري تائید او دپام وړ وګرزیده .
دناستې په پای کې، دسعودي عربستان دعمومي محاسباتو دیوان ژمنه وکړه چې تر څو دپلټنې عالي ادارې دچارو دسمون په برخه کې به راتلونکې کې تخنیکي همکاري وکړي.