د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست کې د پلټنې ټیم د همغږۍ غونډه جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۸:۵۴
۴۳

۱۴۰۱/۸/۲۳

د هماهنګۍ د پروګرامونو په لړ کې دا ځل د پلتنې عالي ادارې پلاوي؛ د پلټنې پروسې د پیل لپاره د بدني روزنې او لوبو ریاست کې د همغږۍ غونډه جوړه کړه، چې پکې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر،د پوهنې،کلتور او روغتیا د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د بدني روزنې او لوبو ریاست رییس ښاغلي نظرمحمد مطمین ګډون کړی و.

د غونډې پیل د پلاوي مشر ښاغلي مولوي محمدغازي جریر په خپلو عالمانه ویناوو وکړ، نوموړي د پلټنې په موخو، ډولونو، تاریخچې او په ښې حکومتولۍ کې د پلټنې په رول خبرې وکړې، زیاته یې کړه:د پلټنې عالی اداره بې طرفه او خپلواکه بنست دی، چې تل یې خپلې ارزونې مستقلې او له لوری نیولو پرته د اسلامي امارت د غښتلتیا لپاره ترسره کړي، چې د ارزونې او بیا ارزونې پایلې یې د اسلامي امارت مسولینو او اړوندو ادارو ته سپارلي دي، پلټنه په اسلام کې یو اصل دی چې په ادارو کې د فساد د مخنیوي لامل کیږي، او ټول وزارتونه او ادارې خپلو مسولیتونو ته متوجه کوي.

د غونډې په پای کې ښاغلي نظر محمد مطمین د پلټنې عالي ادارې له مشرتابه د هغوی د کاري ژمنتیا له امله مننه وکړه، او په خپل ریاست کې د پلټنې د پیل او پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره د تیارۍ ډاډ څرګند کړ.

۴۳

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS