د خلکو لپاره د پلټنې راپور؛

samema.sadat
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۴:۲۰
sao

۲- زمری- ۱۴۰۰

د کابل ښار د مکروریانو د مرکز ګرمۍ اړوند د پلټنې راپور خپور شو

د مکررویانو د ساتنې او څارنې ریاست څخه د خلکو او د مرکز ګرمۍ د ګرمولو د خدمتونو پیرودونکو د پرله پسې شکایتونو پر بنسټ چې د پلټنې عالي ادارې ته یې لیږلی وو، دې ادارې د مکروریانو د مرکز ګرمیو د دستګاه آمریت کړنې وپلټلې، چې په پایله کې لاندې موارد موندلی دي:

• په دقیقه توګه د سون توکو نه سنجول او د تدارکاتي سندونو په منظورۍ کې ځنډ؛

• د خدمتونو د وړاندې کولو له څرنګوالي څخه د پیرودونکو رضایت نه لرل او د مرکز ګرمیو دخدمتونو څخه د څارنې په موخه د دوی د استازي نه غوښتل؛

• د مشتریانو د ورکړو (تادیاتو) د مکلفیتونو په اړه د یو ځانګړي میکانیزم نشتوالی او د مرکز ګرمیو دخدمتونو د وړاندې کولو د پیسو د نه ورکړې څخه دځنډ دجرمونو نه سنجول؛

• د مرکزګرمیو د تجهیزاتو او وسایلو د استهلاک او جوړولو په برخه کې د یو ځانګړي مکانیزم او لارښود نشتوالی؛

• ترځمکې لاندې د مرکز ګرمیو د نلونو له مینځه تلل؛

• د سون موادو لپاره غیر معیاري ذخیره؛

• د مکروریانو د څارنې او ساتنې پر تقنیني سندونو دبیاکتنې نه تر سره کیدل ؛

دغه راپور د خلکو د لاپوهاوي په موخه خپور شوی دی او د لاندې لینک له لارې د لاسرسي وړ دی.

https://sao.gov.af/sites/default/files/2021-07/Citizen%20Report_%20Macroryan%20Central%20Heating%20system.pdf

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۵۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاي؛ په ستره محکمه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري او د پلټنې ډلې غړو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، په پنجشیر ولایت کې تر پلټنې لاندې ادارو لیدنه وکړه

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، د بشري سرچینو رییس ښاغلي قاري عتیق الله شهادت یار او د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۴:۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د افغانستان برېښنا شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۸ نېټه د افغانستان. . .

BACK TO NEWS