د خپلواکي په مطبوعه کې له دولتي شرکتونو؛ سره د پلټنې عالي ادارې د پلټنې ټیم؛ د قوانینو او مقرارتو ته د پاملرنې پرانیستغونډه جوړه شوه
د خپلواکۍ په مطبوعه کې د پلټنې ټیم د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۱/ ۷/ ۱۳ هـ ش چې د /۱۴۴۴ ۳/۸ هـ ق تاریخ سره برابره وه د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د ښاروالیو رییس ښاغلي حزب الله رښتین او د پلټنې ټاکل شوي پلاوي غړو په شتون کې چې د خپلواکۍ مطبوعې رییس ښاغلي مولوي عبدالرحمان اغا، د خپلواکۍ مطبوعې مالي او اداري مرستیال محمد ظاهر انګار او نورو مسولینو هم پکې ګډون کړی و غونډه ترسره شوه.
په پیل کې ښاغلي قاري محمدعارف الهام د مبارک قران په سپېڅلو ایاتونو د غونډې پیل وکړ
ورپسې ښاغلي مولوي حزب الله رښتین د پلټنې پلاوي ګډونوالو ته وپېژنده او د کړنو، موخو، د پلټنې د کړنلارې، او د پلټنې لاندې ادارو په مسولیتونو یې معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د غونډې په دوام؛ ښاغلي حمیدالله فقیري د خپلواکۍ مطبوعې نوي رییس زیاته کړه (د پلټنې عالي اداره د ټولو دولتي شرکتونو د پلټنې مسولیت په غاړه لري، همدارنګه دوه ډوله پلټنه په دولتي شرکتونو کې اجرا کیږي، چې یو ډول یې قوانینو او مقرراتو ته پاملرنه ده، او بله یې مالي پلټنه ده؛ اوس د پلټنې ټاکل شوی پلاوی په دې اداره د قوانینو او مقرارتو په برخه کار کوي، چې دا پروسه به یوه نیمه میاشت وخت واخلي، او په پای کې به د ستونزو، کمیو او نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په پار اصلاحي سفارشونه تاسوته وړاندې شي؛ د پروسې په دوام کې به د پلټنې عالي ادارې ټیم له تاسو سره همغږی وي، او تر هغې یې چې دلته کار دوام لري ستاسو ملتیا او همکاریو ته هم ډیره اړتیا شته.)
په پای کې د نورو مسولینو تر څنګ د خپلواکۍ مطبوعې رییس ښاغلي عبدالرحمان اغا د پلټنې له پلاوي مننه وکړه او د استعلامونو د پروخت ځوابولو تر څنګ یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ