د عامه پروژو د پلټنې ریاست لپاره د اسنادو برېښنایي مدیریت سېستم فعال شو
د اسنادو مدیریت په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره، د 1444 هـ ق کال د شوال المکرم په 27 چې د 1402 هـ ل کال د ثور له 27 سره برابره ده، د پلټنې عالي ادارې د عامه پروژو د پلټنې ریاست د اسنادو د برېښنایي مدیریت سېستم، چې د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت (IT) له لوري وړاندې برابر شوی و، د دې ریاست کارکونکو ته وروپېژندل شو.
د پلټنې عالي ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه ښاغلي رحمت الله سعیدي ددې سېستم موخه د اسنادو برېښنایي کول، روڼتیا او سم حساب ورکول، د سرعت ډېرښت او د اسنادو معیاري کول وبلل.