د قوانینو او مقرراتو د پاملرنې پرانیست غونډه د کابل ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې جوه شوه
د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي ټیم؛ د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې مسولینو سره پرانیست غونډه نن دوشنبه د ۱۴۰۱ /۷/۱۸ ه ش چې د ۱۴۴۴/۳/۱۴ د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي ټیم، د یادې حوزې مرستیال ښاغلي رفیع الله احمدزي او نورو مسولینو په شتون کې جوړه شوه.
د غونډې پیل د مبارک قران په سپیڅلو ایاتونو د پنځمې ناحیې د عوایدو مدیر قاري معتصم له لوري وشو، ورپسې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین په عامه سکټور د پلټنې په ارزښت، څرنګوالي، د پلټنې عالي ادارې په مسولیتونو او صلاحیتونو او تر پلټنې لاندې ادارو په مکلفیتونو خبرې وکړي، نوموړي زیاته کړه: د پلټنې عالي اداره د داخلي قوانینو او مقرراتو په چوکاټ، او پلټنې د نړیوالو سازمانونو د معیارونو (انتوسای) په رڼا کې خپلې ارزونې کوي چې اصلي موخه یې د عامه پانګې ساتنه ده، ښاغلي رښتین همداراز زیاته کړه د پلټڼې عالي اداره د خپلو ارزونو او بیا ارزونو په پایله کې د ادارو نیمګړتیاوې او کمۍ معلوموي او ورته اصلاحي وړاندیزونه د پلټنې له عملي کېدو وروسته سپاري.
په پای کې د د پنځمې ناحیې مرستیال ښاغلي رفیع الله احمدزي د پلټنې عملي کېدل په ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو کړکۍ وبلله او د خپلې ادارې له ټولو مسولینو یې وغوښتل چې د اسنادو په وړاندې کولو او په وخت د استعلامونو په ځوابولو کې له دوی سره همکاري وکړي