د ټرافیک پولیسو په عمومي ریاست کې د پلټنې پایغوڼده جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې د دې ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي صدیق الله عزیزي، د پلټنې ټیم نورو غړو او پلټونکو پکې ګډون درلود، نن سه شنبه د 1444 هـ ق کال په 18 د ټرافیک پولیسو له عمومي رییس ښاغلي مولوي خیال محمد غاور او ددې ریاست له نورو مسولینو سره د پلټنې د راپور د مسودې او د پلټنې د موندو په پلې کېدا خبرې اترې وکړې.