د پلتنې عالي ادارې مسولینو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د همغږۍ غونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۹/۲
د پلټنې عالي ادارې پلاوي چې مشري یې د حقوقي سلاکار ښاغلي نورحیدر صدر په غاړه وه، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له مرستیال وزیر ښاغلي ارسلاح خان خروټي او نورو مسولینو سره؛ په یاد بنسټ کې د پلټنې د پروسې د پیل لپاره د همغږۍ ناسته وکړه، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې پروسې په اړه هر اړخیز معلومات د یاد وزارت مسولینو ته وړاندې کړل، ښاغلي ارسلاح خان خروټي د پلټنې پروسه په ادارو کې فساد د مخنیوي او عامه ادارې د پرمختګ لپاره اړتیا وبلله، او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.