د پلتنې عالي ادارې پلاوي، په لوړو زده کړو وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې له کاري چوکاټ او د پلټنې عالي ادارو(ISSAIs) له نړیوالو معیارونو سره سم د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۶ د پلټنې له دوو ټیمونو( د عامه پروژو پلټنې او د پوهنې، روغتیا او کلتور د برخې پلټنې) سره، د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د عامه پروژو رییس ښاغلي انجینر سیدمنان سهار، د پوهنې، روغتیا او کلتور د برخې پلټنې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي، د پلټنې د ټیمونو غړو په شتون کې د لوړو زده کړو وزارت له مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمدحامد حسیب او نورو مسولینو سره وکتل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې په ډولونو، صلاحیتونو، مسوولیتونو او تر پلټنې لاندې ادارو په مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د پلټنې پلاوي ته د هرکلي تر څنګ د پلټنې په بهیرکې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ او په وخت د استعلامونو ځوابولو ډاډ ورکړ.