د پلخمري ښار، ښاروالۍ د پلټنې په موخه ګمارل شوي پلاوي خپله پرانيست غونډه جوړه کړه
د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام د ۱۸/۶/۱۴۴۴ نېټې د (۱۹۵۲) ګڼې حکم د ا.ا.ا د تشکیلاتو او معاشونو د تنطیم محترم کميسيون د ۰۳/۰۶/۱۴۴۴ نېټې (۱۹۰) ګڼې فیصلې او د ۰۷/۰۷/۱۴۴۴ نېټې PF – 1063 ګڼې صلاحیت نامې پر اساس د پلټنې عالي ادارې د پلان او پاليسي رياست، د چارو د ادارې ګډ پلاوی، لویه څارنوالي، مالیې وزارت او د پلاوي په راس کې د پلټنې عالي ادارې استازی ګمارل شوی ده، تر څو د بغلان ولایت د پلخمري ښار ښاوالي د ۱۴۰۱ مالي کال، مالي او بوديجوي چارو، په هر اړخيزه توګه پلټنه وکړي.
نو پر دې اساس نوموړي پلاوي د پلټنې نړیوالو معیارونو سره سم، په ۱۶/۰۷/۱۴۴۴ نېټه د بغلان ولایت والي الحاج سميع الله حزب الله، د پلخمري ښار ښاروال محترم مولوي محمد انور مستقیم، او د بغلان ولایت د مقام د دفتر رييس محترم مولوي لعل جان راشد سره خپله پرانیست غونډه وکړه.