د پلټنې عالي اداره کې د پلټنې درې میاشتینی مسلکی پروګرام جوړ شو
پلټنې عالي ادارې؛ د خپلو ښوونیزو مسلکي پروګرامونو په لړ کې دا ځل د دې ادارې او نورو ادارو او وزارتونو د کورنیو پلټنو ریاستونو کې د نویو ګمارل شویو پلټونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره د (د پلټنې درې میاشتنی ښوونیز پروګرام) تر نامه لاندې پروګرام د 1444 هـ ق کال د شوال په 17 د پلټنې عالي اداره کې جوړ کړ. ددې پروګرام په پرانیسته کې د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا رییس ښاغلي سیدرحمن رحمن وویل: موخه مو د خپلو او د نورو بنسټونو د پلټونکو د مسلکي وړتیا لوړول دي، تل مو کوښښ کړی، څو ددې ادارې او د نورو ادارو او وزارتونو د کورنۍ پلټنې ریاستونو پلټونکيو ته ښوونیز پروګرامونه جوړ کړو، څو په ادارو کې په اسانۍ او مسلکي توګه پلټنه ترسره کړي، په دې پروګرام کې به د کمپیوټر اساسات، محاسبې اساسات، پلټنې اساسات، ادارې او مدیریت اساسات، مالي مدیریت اساسات او د انګلیسي ژبې مضمونونه ګډونوالو ته وویل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پلټنې عالي ادارې مشرتابه تل د کارکونکو د مسلکي والي او وړتیا لوړولو لپاره بیلا بیل پروګرامونه جوړ کړي دي.