د پلټنې عالي اداري پلاوي؛ په ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت کې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د بهرنيو مرستو د پلټنې رييس ښاغلي مولوي صديق الله عزيزي کوله او ورسره د دولتي شرکتونو د پلټنې رييس ښاغلي حميد الله فقيري او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۲۳ نېټه د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت عمومي رييس ښاغلي انجينر نعمت الله احمدي او د یاد شرکت له نورو مسوولینو سره د پلټنې پای غونډه جوړه کړه.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د یاد شرکت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او پلټنه یې د اسلامي امارت له ټولو ادارو سره د هغوی چارو ته د رسېدو او د تېروتنو د سمښت په پار مرسته یاده کړه، او د پلټنې د راپور د مسودې یوه کاپي یې هم له مسوولینو سره شریکه کړه.
د غونډې په پای کې ښاغلي انجینر نعمت الله احمدي د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټونکو له چلند خوښي څرګنده کړه، او د پلټنې عالي ادارې د سپارښتنو د عملي کېدا ژمنه یې وکړه.