د پلټنې عالي ادارې او کابل پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

samema.sadat
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۴:۲۲
sao

د ۱۴۰۰ د چنګاښ ۲۲

د پلټنې عالي ادارې او کابل پوهنتون ترمنځ د پلټنې په برخه کې د کابل پوهنتون د مسلکي کادر د همکارۍ، د پلټنې عالي ادارې د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او د یاد پوهنتون محصلانو ته د کار زده‌کړې د زمېنې برابرولو په موخه د پلټنې عالي ادارې د کړنو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي، د مالي او اداري چارو د مرستیال ښاغلي نجیب الرحمان رحماني، د مسلکي پراختیا د رییس ښاغلي سیدالرحمان رحمان، د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي محمد عثمان بابري، د علمي چارو د مرستیال ښاغلي محمد شفېع شریفي، د محصلانو چارو د مرستیال ښاغلي پوهندوی فیصل امین او د دواړو ادارو د رهبري پلاوي د ځینو غړو په حضور کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د پلټنې عالي ادارې او کابل پوهنتون تر منځ د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال ښاغلي بابري د پلټنې عالي ادارې دندې په اوسني وخت کې حساسې او جدي وبللې، زیاته یې کړه چې د کابل پوهنتون مشرتابه خوښ دی چې نن دا هوکړه لیک د هیواد له یوې با اعتباره ادارې سره لاسلیک کوي. هغه وویل: د دې هوکړه لیک پر بنسټ کابل پوهنتون د دواړو خواو د ظرفیت لوړولو ته چمتو دی او ژمنه کوي چې د پلټنې او نورو برخو کې به د پلټنې له عالي ادارې سره په ګډه کار وکړي.

sao

وروسته د پلټنې عالي ادارې د کړنو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د پلټنې مرستیال، سید بلال هاشمي وویل: "د دې هوکړه لیک لاسلیک کول به د دواړو خواوو د ګډو اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او کابل پوهنتون کولی شي. هغه زیاته کړه چې کابل پوهنتون په بیلا بیلو برخو کې د پلټنې له عالي ادارې سره مرسته کولی شي. ښاغلي هاشمي زیاته کړه: ((موږ هیله لرو چې د دغه هوکړه لیک لاسلیک به په راتلونکي کې د پلټنې عالي ادارې او کابل پوهنتون ترمنځ د لویو تړونونو لپاره لاره هواره کړي.))sao

د دواړو ادارو ترمنځ د مسلکي مشورو او علمي تجربو شریکول، د پلټنې عالي ادارې د پلټنو په پروسو کې د کابل پوهنتون له متخصصو کادرونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د زمینې برابرول، د اکاډمیکو فعالیتونو ښه والی او د کابل پوهنتون محصلانو ته د کار زده‌کړې د زمینې برابرول د دغه هوکړه لیک اساسي موخې دي.

د دې هوکړه لیک پراساس، د پلټنې عالي ادارې به د خپلو کړنالرو سره سم، د اقتصاد، کمپیوټر ساینس، انجینرۍ، عامه ادارې او پالیسۍ او حقوقو د پوهنځیو محصلینو ته د کار زده کړې برنامې چمتو کوي.

د پلټنې عالي اداره به د کابل پوهنتون زده کونکو لپاره د علمي کارونو زمینې/ د څیړنې پروژې هم چمتو کړي او دوی به د عامه پلټنې راپور ورکولو برنامو ته هم را بولي.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ، کابل پوهنتون د ماسټرۍ په پروګرامونو کې د پلټنې عالي ادارې کارکوونکو ته د زمینې برابرولو ترڅنګ د دغه ادارې د مسلکي پراختیا د زده کړو د مرکز د نصاب د نوي کولو او بیاکتنې په برخه کې هم مرسته کوي.

 پر پورتنيو مواردو سربیره، کابل پوهنتون به د پلټنې عالي ادارې د کارکوونکو لپاره د سم لیکنې لیکدود. د عامه پالیسۍ د اساساتو او اصولو، د څیړنې میتودونو، پلان جوړونې او مدیریت، د راپور ورکونې د اصولو او نورو مهمو برخو کې لنډ مهاله روزنیزې برنامې هم چمتو کړي.

sao

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS