د پلټنې عالي ادارې د حکومتوالۍ سکټور اود قانون د ټینګښت د پلټنې رئیس معرفی
ښاغلی محمد نسیم سحر د دوهمې رتبې په بست کې د پلټنې عالي ادارې د حکومتوالۍ سکټور او د قانون د ټینګښت د پلټنې رئیس. چې د آزادې سیالۍ له لارې په دې بست کې ګمارل شوی دی.
نن شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې په ۲۵ نیټه، د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلی محمد نعیم حقمل له لوري، د ادارې رئیسانو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو او په دنده یې کار پیل کړ.
ښاغلی محمد نعیم حقمل د حکومتوالۍ سکټور اود قانون د ټینګښت د پلټنې د نوي رئیس د پیژندنې په غونډه کې د مبارکي ویلو تر څنګ، زیاته کړه: ښاغلی سحر پدې برخه کې وړتیا او ښه تجربه لري اوهیله یې څرګنده کړه چې ښاغلی سحر د خپلو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د ادارې د موخو په تحقق کې مرسته وکړي .
دغونډې په لړ کې، ښاغلي فضل هادي فضل، د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال محترم سحر ته د نوې دندې مبارکې څرګنده کړه او وویل: د ښاغلي سحر رښتینوالی او وړتیا ټولو ته ښکاره ده او نوموړي د پلټنې په برخه کې لازمه پوهه لري اودغونډې په پای کې نوي ګمارل شوي رئیس ته په ورسپال شویو چارو کې د لوي څښتن تعالي (ج)څخه د بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی سحر له دې مخکې د پلټنې عالي ادارې د حقوقي سلا کار په توګه دنده تر سره کوله.