د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو لپاره 5 ورځینی ښوونیز سمینار جوړ شو
د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا ریاست له لوري 5 ورځینی ښوونیز مسلکي سمینار د (پلټونکي او څارنوال د رول په منځ کې توپیر او ترپلټنې لاندې بنسټونو کې جرم پېژندنې پړاوونو) تر نامه لاندې ددې ادارې پلټونکو ته د 1444 هـ ق کال د شوال په 17 نېټه جوړ شو.
ددې ښوونیز سمینار؛ استاد ښاغلي سیف الرحمن ابراهیمي یې موخې تر پلټنې لاندې بنسټونو کې د رامنځته شویو موضوعاتو له امله د پلټونکي او څارنوال په رول کې د توپیر او همدارنګه د جرم پېژندنې پړاوونه په ګوته کړل، او تر ټولو مهمه یې بیا دا وبلله، چې دا ډول سمینارونه د پلټونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او معلوماتو ډیرښت لپاره اړین دي.