د پلټنې عالي ادارې د څارنې ټیم په کندز ولایت کې د بیا ارزونې لاندې سیمه ایئزو ادارو نه لیدنه وکړه
د پلټنې عالي ادارې د څارنې ټیمونو د خپلونو کارونو په دوام دا ځل په کندز ولایت کې د ارزونې لاندې ادارو له چارو لیدنه وکړه، په دې پلاوي کې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي عیسی خان، د مقام ارشد سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي او د پوهنې، روغتیا او کلتور سکټور د پلټنې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي ګډون درلود د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۱۵ د کندز ولایت له مسولینو او د پلټنې له ټیمونو سره وکتل.
څارونکي ټیم د پلټنې له جریانه د څارنې تر څنګ د پلټنې د ښه والي په پار ټاکل شوي ټیم ته لازمې لارښونې او هدایات هم وکړل.
د بیاارزونې لاندې ادارو او پلټونکو تر منځ د لا ښې همغږۍ په پار؛ کندز ته تللي پلاوي له مرستیال والي،ښاروال او نورو مسولینو سره لیدنې وکړې او د اسلامي امارت د ارمانونو پلې کېدا، د عامه مالي سیستم په غني کېدو، روڼتیا، حساب ورکونه او د حکومتولي په پیاوړي کولو کې مسولینو ته روښانه معلومات وړاندې کړل، د کندز ولایتي مسولینو یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، په دې ولایت کې د پلټونکو د کړنو څخه خوښي وښوده، او د ارزونې په پروسه کې یې تللو پلټونکو سره د همکارۍ اعلان وکړ.
تیم نظارتی علاوه بر نظارت از اجراآت تیم تفتیش رهنمایی ها و هدایات لازم جهت بهبود کیفیت تفتیش نیز به گروپ موظف تفتیش ارایه نمودند. در ادامه تیم نظارتی به منظور همآهنگی بهتر امور تفتیش در مراجع تحت بازرسی با معاون والی، شاروال و سایر مسوولین ادارات محلی آن ولایت ملاقات نموده و در مورد نقش تفتیش در تقویت سیستم مالی عامه، شفافیت و حسابدهی و تقویت حکومتداری خوب و تحقق اهداف امارت اسلامی افغانستان به مسوولین توضیحات مفصل ارایه داشته اند. مسوولین محلی ولایت کندز ضمن ابراز خوش آمدید به هیأت موظف، از اجراآت مفتشین در آن ولایت اظهار خرسندی نموده و در زمینه بررسی با مفتشین این اداره اعلام همکاری نمودند.