د پلټنې عالي ادارې د څارنې پلاوي د غور ولایت تر پلټنې لاندې ادارو څخه څارنه وکړه.
د پلټنې عالي ادارې د بیا ارزونې ګروپ په غور ولایت کې د ارزونې لاندې ادارو له چارو څخه د څارنې په پار ۱۴۰۱ کال د میزان په ۶ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الاول په ۳ ددې ولایت له مسولینو سره د یو غونډې په لړ کې ولیدل.
غونډه د مبارک قران په ایاتونو پیل شوه؛ ورپسې د غور والي ښاغلي مولوي احمدشاه دین دوست ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ورسته مولوي محمد سلیم صدیقي د غور ولایت د مقام له همکارۍ څخه د پلټڼې په پروسه کې مننه وکړه، د داخلي پلټنې رییس ښاغلي عبدالهادي امین د پلټنې عالي اداري او پلټونکو د دندو او موخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمد حلیم شکران د پلټڼې ډولونو، د بیاارزونې په پلي کولو، او د ولایتونو د ادارو په بیا ارزونې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای ددې ولایت ښاغلي والي اوګډونوالو د اړوندو ادارو د مالي او حسابي بیا ارزونې او ټاکلو موخو ته د رسیدو لپاره پلټنه یو اړتیا وبلله، او له مسولینو سره یې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه، او تر لاس لاندې ادارو ته یې سپارښتنه وکړه چې له پلټونکو سره د پروسې په جریان کې همکاري وکړي او د اړتیا وړ معلومات او اسناد دې ورته په وخت ورکړي پوښتنې او استعلامونه دې ورته ځواب کړي.
د ویلو ده چې د پلټنې عالي اداري پلاوي په بیلابیلو لیدنو کې دې ولایت تر پلټنې لاندې ادارو(
امنیه قومندانۍ، د پوهنتون ریاست، کرنې او مالساتنې ریاست) څخه په بیلابیلو غونډو کې لیدنه وکړه او د پلټڼې په ارزښت، مقام، د ملي او اسلامي ارزښتونو، پلټنې ډولونو او پایلو ته د رسېدو په څرنګوالي او نورو اړوندو موضوعاتو اړین معلومات وړاندې کړل.