د پلټنې عالي ادارې مسولینو؛ په سپین زر هوټل کې د پلټنې د همغږۍ غونډه او پایغونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۹/۹ــ ۱۴۴۴/۵/۵
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د عوایدو پلټونکي ښاغلي قاري وحیدالله سدید او د پلټنې تیم نورو غړو ګډون کړی و، د سپین زر هوټل له امر ښاغلي انجینرثناګل او نورو مسولینو سره د پلټنې پایغونډه او د همغږۍ غونډه جوړه.
د پلټنې عالي ادارې مسولینو د سپین زر هوټل له مسولینو سره د پلټنې پروسې په پلي کېدا، د عامه ادارو په حساب ورکونه او ځواب ویلو بحث، مسولینو د پلټنې عالي ادارې په سل کلن تاریخ، ډولونو، د پلټنې موخو او د پلټنې اړوند نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې، او د غونډې په پای کې د مسودې د راپور یوه کاپي هم د سپین زر هوټل له مسولینو سره د نظر وړاندې کولو لپاره شریکه شوه.
په پای کې د سپین زر هوټل مسولینو، پلټنه د ادارو د اصلاح کولو په برخه ، د مسولینو پاملرنه خپلو کارونو ته او د بیت المال پیسو د سم مصرف په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره مهمه وباله.