د پلټنې عالي ادارې مسولینو د اقتصاد له وزیر سره د کاري چوکات په اړه خبرې اترې وکړې
۱۴۰۱/۸/۱۶
د اسلامي امارت په ادارو کې د پلټڼې عالي ادارې د مسولینو د لیدنو او مسولینو ته د پلټنې عالي ادارې د کاري میکانیزم په اړه د معلوماتو ورکولو په لړ کې دا ځل د اقتصاد له وزیر ښاغلي دین محمد حنیف او د اقتصادي سلاکار ښاغلي سهرب بهمن سره د پلټڼې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د داخلي پلټنې او کیفیت و کنټرول رییس ښاغلي عبدالهادي امین، د طبعي زیرمو، اقتصاد او زراعت رییس ښاغلي وحیدالله پویا سره ولیدل.
په پیل کې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدرصدر د پلټڼې عالي ادارې موخو، کاري پروسې او په عامه اداره کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړي، زیاته یې کړه چې د هېواد په کچه عالیترینه اداره ده چې د قانون او اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له لارښونو سره سم د مصارفو له څرنګوالي او عوایدو په لاسته راوړلو کې د درې ډوله پلټنې په ترسره کولو سره د هېواد لوړپوړو چارواکو ته ډاډ ورکوي.
ورپسې د هېواد د اقتصاد وریر ښاغلي دین محمد حنیف پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په عامه سکټور کې یو لازمي امر وګاڼه او زیاته یې کړه چې د پلټنې موجودیت په عامه سکټور کې د کارونو د ښه والي او شفافیت لپاره ترسره کیږي، او ادارې کمیو او نیمګړتیاوو ته متوجه کوي، د اقتصاد ښاغلي وزیر په دې وزارت کې د پلټنې د ترسره کېدا لپاره کاملا تیاري وښوده او له مسولینو یې وغوښتل چې له پلټونکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.