د پلټنې عالي ادارې نوبتي غونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه پلاوي (۱۷)) ګڼه نوبتي غوڼده د دوشنبې په ورځ د۱۴۴۳ قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۲۴ نیټه، د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلی شیخ سید رسول حلیم پر مشرۍ
چې ښاغلی مولوي عزت الله حقاني او ښاغلی نجیب الرحمن رحماني د ادارې مرستیالانو ، د ادارې ارشد سلاکار فضل الله نظامي ،حقوقي سلاکار مولوي نورحیدر صدر او د ادارې نورو مشرتابه پلاوي هم حضور درلود د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
د غه غونډه د دفتر رئیس قاري عبدالحق احساس له خوا د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پېل
او وروسته بیا د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس مقدماتي وینا وکړه همدارنګه پدې لړ کې په اجنډا کې د راغلو موضوعاتو په اړه چې د پلټنې عالي ادارې د رئیسانو د الکترونیکی حاضرۍ لاسلیک، د ادارې د تقاعد شویو کارکونکو برخلیک، په لومړې ربع کې د پلټنو پیل او د مفتیشنو د توظیف کیدو، د پلټنو لاندې مراجع له لوري له پلټونکو سره د همکارۍ په اړه د ریاست الوزراُ عالی مقام د حکم ، د بهرنیو د پلټنو شرکتونو ، په پلټل شویو مراجعو کې د پلټنو د موندنو د تطبیق، د پلټنو د کلني راپورونو او ادارې ته د راغلو اعتراضیه مکتوبونو په اړه هر اړخیز بحث او څرګندونې وشوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.