د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي،د کابل ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې، د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۹/۲ هـ ش ــ ۱۴۴۴/۴/۲۸ هـ ق
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالي په پنځمه ناحیه کې ،د پلټنې پایغونډه جوړه کړه، چې پکې د ښاروالیو دپلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین د پلاوي غړو او د پنځمې ناحیې مرستیال ښاغلي رفیع الله احمدزي او نورو مسولینو ګډون کړی و. ښاغلي حزب الله رښتین د پنځمې ناحیې له مسولینو او کارکونکو د پلټنې په پروسه کې، له پلټونکو سره د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، نوموړي زیاته کړه: د پلټنې عالي ادارې چارې په ادارو کې د ستونزو جوړولو لپاره نه؛ بلکي د کمیو، نیمګړتیاوو او اړتیاوو د معلومولو او د حل لپاره یې د وړاندیزونو وړاندې کول دي، د غونډې په جریان کې مسولینو د راپور د مسودې یوه کاپي د پنځمې ناحیې مسولینو ته د نظر د وړاندې کولو لپاره وسپارله.