د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي په لوړو زده کړو وزارت کې پایغونډه او د پلټنې د همغږۍ غونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۸/۲۴
د پلټنې عالي ادارې د هدایت او د پلټنې د نړیوالو ادارو (انتوسای) له معیارونو سره سم؛ د پلټنې عالي ادارې په لوړو زده کړو وزارت کې جوړه کړه چې پکې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د عملکرد او چاپیریال ساتنې د پلټنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري، د پلټنې د ګروپ امر ښاغلي مولوي محمداسحق یاسیني، د پلاوي غړو او د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه او د یاد وزارت نورو مسولینو پکې ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي محمدغازي جریر د پلټنې په پروسه کې د لوړو زده وزارت د مسولینو له همکارۍ مننه وکړه، او د پلټنې عالي ادارې کاري چوکاټ په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل، ښاغلي جریر افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او زیاته یې کړه چې په دې کور کې ټول افغانان په مساوي ډول د اوسیدو حق لري، او کولای شي چې په پرمختګ کې یې برابره ونډه واخلي، ښاغلي جریر همداراز زیاته کړه: پلټنه په اسلام کې یو اصل دی، چې د بیت المال له سم مصرف څخه خلکو او مسولینو ته خبر ورکوي، مونږ له خپلو پلټونکو څخه تل غوښتنه کړې چې د پلټنې په جریان کې دې له ادارو سره نیک اخلاق او نرمه لهجه وکاروي او ورسره دې نیک چلند وکړي، د پلټنې موخه د چا سپکاوی تخریب او یوازې نقد کول ندي بلکې له دې لارې غواړو چې ادارې اصلاح او بالاخره د هېواد د پرمختګ لپاره ګامونه واخلو.
د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه په یاد وزارت کې د پلټنې پلاوي مننه وکړه زیاته یې کړه: ستاسو کاري مسولیتونه ډیر مهم او دقیق دي، په رښتیا هم پلټنه په عامه سکټور کې د اصلاحاتو سبب کیږي، د پلتونکو د موندنو په اړه به له فکر وروسته عملي اقدام وکړم.
د پلټنې پلاوي د خپل کار پایله د د پلټنې د راپور مسودې پلټنې په ډول د یاد وزارت مسولینو ته د خپل نظر د شریکولو لپاره وسپارله.