د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۵:۴۶
gdfg

د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او نورو پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۴ نېټه د علومو اکاډمۍ له مالي او اداري عمومي رییس ښاغلي معلم نیازخان محتاج او نورو غړو سره ددې ادارې د پلټلو لپاره پرانیست غونډه جوړه کړه.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، له پېژندنې وروسته ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب د پلټنې عالي ادارې د موخو، کړنو او لاسته راوړنو په اړه او نبوي حدیثونو په رڼا کې د پلټنې په ارزښت او حساب ورکونې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په پای کې ښاغلي معلم نیاز خان محتاج په عامه ادارو کې پلټنه حکومت ته د عامه شتمنیو د لګښت حساب ورکونې په پار یوه اړتیا وبلله او په دې اداره کې یې له پلټونکو سره د هر اړخېزې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه.

fggdsg

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی. . .

BACK TO NEWS