د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د چاپیریال ساتنې ملي اداره کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوی، چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب رییس ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي، پلټونکو او نورو مسوولینو ګډون درلود، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس ښاغلي حافظ عزیزالرحمان او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب میاشتې په ۱ نېټه وکتل.
په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو، د عامه شتمنیو په ساتلو، د عامه ادارې د ځواب او حساب ورکولو او نورو اړوندو برخو کې د پلټنې په ارزښت معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس، ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ او استعلامونو ته پر وخت د ځواب ویلو ډاډ ورکړ.