د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په اتمه او شپاړلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۱:۲۸
23

د پلټنې عالي ادارې، د ښاروالیو پلټنې د برخې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین او ورسره مل پلاوي، د کابل ښاروالۍ په اتمه او شپاړلسمه ناحیه کې، د اتمې ناحیې له رییس ښاغلي مولوي عبدالحی حکیمي، د شپاړلسمې ناحیې له رییس ښاغلي مولوي محمدعارف کمالي او د دواړو ناحیو له نورو مسؤولینو سره د ۱۴۰۱ هـ ش کال د مرغومي په ۲۰ نېټه د دې ناحیو د پلټلو په موخه پرانیست غونډې جوړې کړې.
دواړه غونډې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت پیل شوې، ورپسې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د یادې ادارې په موخو، د پلټنې ډولونو، تاریخي مخینې، ادارو کې د فساد په له منځه وړولو کې د پلټنې په رول او د پلټونکو په مسوولیتونو خبرې وکړې، او د دواړو ناحيو له مسوولینو یې په وخت د اسنادو وړاندې کولو، او د پلټونکو استعلامونو ته یې په وخت د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
 په پای کې د کابل ښاروالۍ د اتمې او شپاړلسمې ناحیې مسوولینو، د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې پروسه یې د عامه شتمنیو، بیت المال ساتلو او د سم لګښت لپاره اړینه وبلله.
د دواړو بنسټونو مشرانو له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

23153546

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS