د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د اریانا افغان هوایي شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د اریانا افغان هوایي شرکت د پلټلو په پار، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د دې ادارې د پلټنې د موندنو د څار او راپور ورکونې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټونکو په شتون کې د اریانا افغان هوایي شرکت له عمومي رییس ښاغلي حاجي رحمت الله اغا او ددې ادارې له نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۹ نېټه په یاد شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي مولوي حزب الله رښتین د نورو معلوماتو تر څنګ د پلټنې عالي ادارې د تاریخي مخینې په اړه وویل: د پلټنې عالي اداره د خپلو مسلکي پلټونکو د پلټنو پر مټ په ښې حکومتولۍ کې ونډه لري، پر همدې بنسټ که په ادارو کې تېروتنې شتون ولري، ددې ادارې پلټونکي مسوول دي، چې د رغونکو سپارښتنو له لارې د ادارو پام ور واړوي، ښاغلي رښتین د حکومت په چوکاټ کې د پلټنې عالي اداره هڅانده اداره وبلله، چې د خپلو ارزونو له لارې خلکو او حکومت ته له عوایدو او لګښتونو ډاډ ورکوي، نوموړي د اریانا افغان هوایي شرکت له مسوولینو پلټونکو سره د همکاري او په وخت د استعلامونو ځوابولو او اسنادو وړاندې کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: د پلټنې د موندنو راپور پلټونکي برابروي او د ترتیب شوې مسودې یوه کاپي یې د ادارو مسوولینو ته د نظر څرګندولو لپاره وړاندې کوي.
په پای کې د اریانا افغان هوایي شرکت عمومي رییس ښاغلي رحمت الله اغا د پلټنې عالي ادارې له پلاوي هرکلی وکړ، زیاته یې کړه: د پلټنې بهیر په ادارو کې یو مهم اصل دی، او د چارو د ترسره کونکو له لوري، چې کومې نېمګړتیاوې او ستونزي موجودې وي، د پلټونکو له لوري دې روښانه شي، تر څو په راتلونکي کې تېروتنه ترسره نشي، او د پلټنې په بهیر کې یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.