د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت کې د پلټنې پرانسيت غونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۵:۱۳
fdgdg

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دفاعي، امنيتي او ټولنيز خونديتوب برخې پلټنې  رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د دولتي شرکتونو د پلټنې رييس ښاغلي حميد الله فقيري او د پلټنې ټيم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۵ نېټه، د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت عملياتي رييس ښاغلي محمد عابد شاکر، د ياد شرکت اداري او مالي رييس ښاغلي اکبر خان باتور، تجارتي رييس ښاغلي وحيد الله احمدزي او نورو مسوولينو سره وليدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي مسوولينو ته د پلټنې عالي ادارې په اړه معلومات وړاندې کړل او د پلټنې عالي ادارې په  صلاحيتونو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفيتونو خبرې وکړې.
په پای کې د ياد شرکت مسوولينو د پلټنې عالي ادارې ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ياده اداره يې د نورو ادارو سره په چارو کې مرسته کوونکې اداره وګڼله او د پلټنې په بهير کې يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ. 

gdfgdg

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۴:۱۱
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چاپېریال ساتنې ملي اداره کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د دفاعي امنیتي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې امر ښاغلي نویدالله واحدي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۸:۵۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل امبولانس امریت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه 

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۸:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په پولي کلينيک  مرکزي روغتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه 

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵. . .

BACK TO NEWS