د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه 

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۵۸
ffzccz

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنيتی، دفاعی او ټولنيزخونديتوب د پلټنې برخي رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د پوهنې، روغتيا او کلتور پلټنې کفيل ښاغلي مولوي صبيح الدين صديقي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵هـ ق کال د شوال په ۲۹ نېټه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رييس ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت او ديادې ادارې له نورو مسوولينو سره د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې عالي ادارې په کړنو او مسووليتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او پلټنه يې په امارتي نظام کې د سترګو په څير ياده کړه، چې د ټولو ادارو څارنه کوي او د ياد رياست له مسوولينو يې دپلټنې په بهير د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غوندې په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولينو د پلټنې عالي ادارې ورغلي پلاوي، ته ښه راغلاست ووايه او همدارنګه د پلټنې عالي اداره يې د نورو امارتي ادارو لپاره همکاره  اداره وګڼله او دپلټنې په بهير کې یې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

dsfsf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS