د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د ترانسپورټ او هوايي چلند په وزارت کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نور حيدر صدر، د پلټنې عالي ادارې د بنسټیزو پروژو، طبعي سرچینو، اقتصاد او زراعت د پلټنې برخې رييس ښاغلي وحيد الله پويا او ورسره نورو غړو ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقاعدې په ۱۱نېټه دترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له مرستيال ښاغلي ملا عبدالسلام حيدري، د پلان او پاليسي مرستيال ښاغلي حبيب الله سروش او د ياد وزارت له نورو مسوولینو سره په ياد وزرات کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه.
غوڼده د قرآن کريم په مبارکو اياتونو سره پيل شوه، ورپسې ښاغلي صدر د پلټنې عالي ادارې په فعاليتونو رڼا واچوله او د پلټنې په اړه يې د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل همدارنګه نوموړي وويل پلټنه زموږ لپاره راکړل شوې دنده ده، چې موږ يې پر وړاندې مسوول يو، د غوڼدې په دوام ښاغلي حيدري راغلي پلاوي ته هرکلی ووايه زياته يې کړه پلټنه د اسلام په شريعت کې هم روا عمل دی، موږ ورسره کومه ستونزه نلرو د خوښۍ ځای دی، چې د اسلامي امارت پلټونکي ټول علماء کرام دي په دې باوري يو، چې د اسلام په رڼا کې پلټنه ترسره کوي نوموړي راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د پلټنې په چارو کې به له پلټونکو سره همکار وي.