د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د ریاست الوزرا د حکم عملي کولو لپاره د فاریاب والي سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر چې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د ۲۴۰ شمېرې د ۱۵/۴/۱۴۴۴ نېټې حکم د عملي کېدو لپاره ټاکل شوی و، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۸ نېټه د فاریاب ولایت له والي ښاغلي مولوي محمد شعیب رسالت او نورو مسوولینو سره په دې ولایت کې د ځانګړې پلټنې پیل لپاره ولیدل، لیدنه کې د اسلامي امارت په ادارو کې د روڼتیا رامنځته کولو، فساد مخنیوي او ستونزو لرې کولو په برخه کې د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو د فاریاب والي او مسوولینو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
د فاریاب والي د ریاست الوزرا د حکم د عملي کولو لپاره د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.