د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د پوهنې وزارت په مطبعه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
نن شنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې په ۱۹ د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او پلټونکو ګډون درلود د پوهنې وزارت مطبعې له رییس ښاغلي الحاج سیدموسی یاسین اغا او نورو مسولینو سره ولیدل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، پلټنه په ادارو کې د ستونزو، نیمګړتیاو او تېروتنو د سمون لپاره اړینه وبلله او د مطبعې له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه.
د پوهنې وزارت مطبعې مسوولینو په یاده اداره کې د پلټنې ټیم کړنې او چلند وستایه، او د پلټنې عالي ادارې چارې يې د نظام د سمون او اداري فساد د مخنیوي په برخه کې ارزښتمنې یادې کړې.
د یادولو ده، چې د غونډې په جریان کې د پلټنې د موندنو د راپور د مسودې یوه کاپي د پوهنې وزارت مسوولینو ته د هغوی د نظر اخیستلو په پار وسپارل شوه.