د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل سیلو او د لاسي صنایعو پراختیا دولتي شرکتونو کې د پلټنې پرانیست غونډې جوړې کړې
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ددې ادارې د موندنو د څار او راپور ورکونې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۴هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۰ نېټه په دوو بیلا ـ بیلو غونډو کې د کابل سیلو له رییس ښاغلي مولوي نصرالله منصور، ددې شرکت له نورو مسوولینو او د لاسي صنایعو د پراختیا شرکت له رییس ښاغلي احمدفردین او مسوولینو سره ولیدل.
دواړو ناستو کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، ددې ادارې په کړنو، موخو، او ښې حکومتولۍ کې د پلټنې په رول او ادارو کې د ځواب ویلو او حساب ورکولو دود په عامولو خبرې وکړې، د یادو بنسټونو له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ او په وخت د استعلامونو ځوابولو او اسنادو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
د کابل سیلو او لاسي صنایعو پراختیا دولتي شرکتونو مسوولینو د پلټنې عالي ادارې د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او د پلټنې په بهیر کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.