د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په اوولسمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي کوله، ورسره مل پلاوې د کابل ښاروالۍ د اوولسمې ناحیې له رییس ښاغلي مولوی حبیب الحق حقاني او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هجری قمري کال د شعبان په ۲۲ نېټه د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي د پلټنې په ډولونو، تاریخي مخینې، اسلام کې د پلټنې په ارزښت، د پلټنې او محاسبې په توپیرونو او د نظامونو په اصلاح کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې، نوموړي د نظام د ښه والي لپاره پلټنه اساس وباله او پلټونکي یې له ټولو ادارو سره همکار او مرستندویه کارکونکي یاد کړل.
د یادولو وړ ده، چې له معمول سره سم د پلټنې د موندنو په مسودې بحث او خبرې وشوې او د مسودې یوه کاپي د نظر وړاندې کولو لپاره مسوولینو ته وسپارل شوه.