د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ګمرک ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې مشري یې د دې ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي کوله او ورسره د پلټنې ټیم او نورو غړو هم ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۵ نېټه د کابل ګمرک له رییس ښاغلي مولوي فضل الحق منیب او نورو غړو سره ولیدل او د ښې حکومتولۍ او د ادارو په کړنو کې د سمونو راوړلو لپاره یې د پلټنې په ترسراوي خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مولوي عزیزي د کابل ګمرک ریاست له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښټنه وکړه، چې یاد لوري له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.