د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کاپیسا له ولایتي مسوولینو سره د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه وکتل
د ریاست الوزرا مقام له هدایت سره سم، د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر کوله، د کاپیسا ولایت له والي ښاغلي قاري احسان الله بریال او ددې ولایت د طبعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له رییس ښاغلي مولوی محمد صابر سره په دغه ولایت کې د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۴ نېټه ولیدل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ښې حکومتولۍ، د مالي سیستم په پیاوړتیا او په عامه سکټور کې د بنسټيزو سمونونو راوستلو لپاره د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو خبرې وکړې.
د کاپیسا ولایت والي ښاغلي قاري احسان الله بریال د ياد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په ریاست کې د پلټنې د پیل په اړه د خپلې تیارۍ او له پلټونکو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.