د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په کورنیو چارو وزارت کې د پلټنې پیل لپاره، د همغږۍ غونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۱:۴۶
5678

۱۴۰۱/۹/۱۵ هـ ش، ۱۴۴۴/۵/۱۲هـ ق
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د مقام حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مولوي عیسی خان راهب، د دفتر رئیس ښاغلي مولوي قدرت الله همت، د فاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د برخې د پلټنې رئیس ښاغلي صدیق الله عزیزي او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او استراتېژۍ سلاکار ښاغلي مولوي شمس الدین منصور، درستیز وال ښاغلي عبدالرحیم احمد او نورو غړو سره د سې شنبې په ورځ د پلټنې د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې، د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په یاد وزارت کې د پلټنې په ترسراوي، په عامه ادارو کې د ځوابو ویلو، حساب ورکولو، د عامه شتمنیو د ساتنې لپاره د پلټنې په ارزښت او په انتوسای نړیوال سازمان کې د پلټنې عالي ادارې په غړیتوب هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، ورپسې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او استراتېژۍ سلاکار؛ پلټنه د ادارو د سمونې او خپلو چارو او کړنو ته د پام اړونې په برخه کې ارزښتمنه وبلله، او په یاد وزارت کې یې د پلټنې لړۍ د پیل لپاره د خپلې تیارۍ او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

54543

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS